د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ د سولې تړون نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ لاسلیک شو. د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په قطر کې د دې تړون تر لاسلیک مخکې د خبرو پر مهال وویل، دوی له امریکا سره شویو هوکړو ته ژمن دي او له ټولو ګاونډیو او نورو هېوادونو سره سالمې اړیکې غواړي. هغه وویل، دوی دغه راز له ټولو افغان لوریو څخه غواړي چې د یو اسلامي نظام رامنځته کېدو لپاره د خبرو مېز ته حاضر شي. برادر د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې دوی له قطر، چین، ناروي، ایران، المان او ټولو هغو هېوادونو څخه چې دې هوکړې ته یې لار هواره کړه مننه کوي او هیله لري چې ټول هېوادونه د افغانستان د بیا رغونې برخه کې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.





























