پنجشنبه, اگست 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو ګډه اعلامیه

شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۱:۱۵

مارچ 1, 2020
in افغانستان
0 0

د افغانستان اسلامي جمهوریت چې د ملګرو ملتونو غړی دی او د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې له خوا د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی، دا هیواد  (افغانستان) او د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه او دوامداره سولې د توافق لپاره به په ګډه کار کوي، څو دغه توافق د ټولو افغانانو د ګټې او له سیمه ییز ثبات او نړیوال امنیت سره د مرستې لپاره، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د پراخ بنسټه او دوامداره سولې توافق به څلور برخې لري.

۱ـ دا تضمین چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد، د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.

۲-له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش.

۳- د افغانانو تر منځ د مذاکراتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا د یوه ټول شموله مرکچي ټیم له لوري له طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې سیاسي توافق ته رسېدل.

۴-تلپاتی او پراخ بنسټه اوربند.

دا څلور برخې له یو بل سره اړوند او له یو بل سره تړلې دي. تر کلونو جګړې وروسته سوله راوستل، د هغو  ټولو خواو د هدف څرګندونه کوي چې له خپلو ځانونو او ګاونډيانو سره د یوه سوله ییز، خپلواک او یو موټي افغانستان لپاره يې هلې ځلې کړې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په خپلو کې نږدې همکاري لري، څو نړیوال امنیت او سولې ته د پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او له افغان ولس سره د یوه امن، ډیموکرات او روښانه راتلونکي په برابرولو کې همکاري وکړي.

دواړه هیوادونه خپلو اوږدمهالو اړیکو او هغو پانګونو ته ژمن دي چې په افغانستان کې د ډیموکراټیکو نورمونو او د هیواد د یووالي د ساتني او خوندیتوب، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د اتباعو حقونو د ترویج لپاره پر اړینو افغاني بنسټونو یې کوي.

دلته شوې ژمنې د همدې ګډو لاسته راوړنو پر اساس ممکنې شوې دي. افغان او امریکايي ځواکونه ګډ تعهد او اړیکې لري چې د کلونو د زیاتو قربانیو او زړورتیا په نتیجه کې تر لاسه شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او افغان ولس یو ځل بیا له سولې خپل ملاتړ او د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو اترو ته خپله لېوالتیا څرګندوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د تاوتریخوالي د کمښت د دورې استقبال کوي او د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ هغه تړون څاري چې د جګړې ختمولو لپاره مهم ګام دی.

د امریکا او طالبانو توافق پر یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ بنسټه اوتلپاتي اوربند، د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته لاره هواروي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت په دغه شان خبرو اترو کې د ګډون او په نتیجه کې یې له طالبانو سره اوربند ته پر خپل چمتووالي ټینګار کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه راز پر خپلو کړو ژمنو ټینګار کوي چې د القاعدې او د داعش ډلې خراسان څانګې په ګډون، هېڅ نړیوالې تروریستې ډلې یا افراد نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو، د هغوی متحدینو او نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې هلو ځلو ګړندي کولو لپاره په هغه صورت کې چې طالبان له امریکا سره پر شوي توافق او د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې پر شوې موافقې باندې عمل وکړي، له افغانستان څخه په تدریجي ډول د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو ملاتړ کوي.

پر همدې اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات دا لاندې ژمنې کوي:

لومړی برخه

د افغانستان اسلامي جمهوریت او متحده ایالات دا درک کوي چې القاعده، د داعش خراسان څانګه او نورې نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد د خپلو غړو د استخدام، مالي تمویل، روزنې او داسې بریدونو لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته دوام ورکوي چې د متحده ایالاتو، د هغوی د متحدینو او افغانستان امنیت ګواښي.

له دغو دوامداره تروریستي ګواښونو سره د مبارزې لپاره به د افغانستان اسلامي جمهوریت او متحده ایالات د القاعدې، د دې ډلې د ملاتړو او نورو نړیوالو تروریستي ډلو یا افرادو د ځپلو لپاره لاندې اقداماتو ته دوام ورکوي:

۱ـ  د افغانستان اسلامي جمهوریت پر خپله ژمنه ټینګار کوي، دا هیواد به له نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو سره نه همکاري کوي او نه به ورته اجازه ورکوي چې د دې هیواد پر خاوره غړي استخدام کړي، ویې روزي، د (مخدره موادو د تولید او قاچاق له لارې د پیسو د لاس ته راوړلو په ګډون) د تروریزم د تمویل لپاره پيسې راټولې کړي، د دې هیواد له لارې تېر شي، له نړیوالو منل شویو اسنادو یې ناقانونه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې د تروریزم په ملاتړ نور فعالیتونه وکړي. افغانستان به دغو تروریستي ډلو او یا افرادو ته پناه نه ورکوي.

۲- د امریکا متحده ایالات له افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومتي ادارو څخه یو ځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار کوي. په دې ملاتړ کې د  دواړو هیوادونو تر منځ د پوځي همکاریو د موجودې موافقې له مخې، د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول شامل دي چې د داخلي او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي. په دې ژمنه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ هم شامل دی چې د افغانستان له خاورې د القاعدې، داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو له خوا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغانستان د خاورې د استعمالولو مخه ونیسي.

۳- د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په رضایت او همغږۍ د القاعدې، داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو له خوا پر امریکا او متحدینو يې د بریدونو د مخنیوي او د دې تروریستي ډلو د ځپلو لپاره پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

دا پوځي عملیات د دواړو هیوادونو تر منځ د موجودې امنیتي موافقې او د موجود تفاهم له مخې کیږي چې د امریکا د تروریزم ضد دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونود تروریزم ضد عملیاتو د ملاتړ په هدف دي.

په دې عملیاتو کې به د افغانستان ملي حاکمیت، د افغانستان د خلکو امنیت او د ملکي وګړو ملاتړ او ساتنې ته درناوی کیږي.

۴- د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ به خبرو اترو ته اسانتیاوې برابروي، څو په داسې ترتیباتو کار کول یقیني کړي چي د یو بل له حریمه تر سره کېدونکي فعالیتونه به د دې هیوادونو امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

دویمه برخه

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له لارې خپلو اهدافو ته رسېدو او ژمنو عملي کولو لپاره په دوامداره توګه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د شتون د کچې او فعالیتونو په اړه سلامشورې کړې دي.

د طالبانو او متحده ایالاتو پر هوکړې د طالبانو عمل ته په کتو، د افغانستان اسلامي جمهوریت، متحده ایالات او متحدین په ګډه ارزونه کوي چې په افغانستان کې د پوځي اهدافو تر لاسه کولو لپاره په اوسنۍ اندازه ځواکونو ته نوره اړتیا نشته او له ۲۰۱۴ م کال راهیسې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خپل هیواد په امنیت ساتنه کې مخکښ دي او خپله اغېزناکي یې لوړه کړې ده. په دې صورت کې دواړه خواوې ژمنه کوي چې لاندې ګامونه به پورته کوي:

۱ـ د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر (۸۶۰۰) اته زره او شپږ سوو ته راښکته کړي او د دې ګډې اعلاميې له خپرېدو او له طالبانو سره له توافق وروسته به په (۱۳۵) یو سل او پینځه دېرش ورځو کې له طالبانو سره په شوي توافق کې نورې کړې ژمنې عملي کوي. امریکا به له خپلو متحدینو او ائتلاف سره کار وکړي، څو په افغانستان کې په یوه مناسب وخت او مرحله کې د ائتلافي ځواکونو شمېر کم کړي. دا اقدام به د طالبانو له لوري له متحده ایالاتو سره د شوي توافق عملي کیدو  ته په کتو تر سره کېږي.

۲- له ګډې ارزونې سره سم او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو تر منځ د ګډ هوډ له مخې به متحده ایالات، متحدین يې او ائتلافي ځواکونه به د دې ګډې اعلامیې له خپرېدو او د امریکا او طالبانو تر منځ د توافق تر لاسلیک وروسته، په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو پاتې ځواکونو ویستل بشپړ کړي او د طالبانو له لوري له متحده ایالاتو سره د شوي توافق عملي کیدو  ته په کتو سره به متحده ایالات له پوځي اډو (بېسونو) خپل پاتې ټول پوځیان وباسي.

۳- متحده ایالات پر خپلې دې ژمنې بیا ټینګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او د هغوی د تقویت او ورته د سلا مشورو ورکولو لپاره به په کلني ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کوي، څو افغانستان د کورنیو او بهرنیو گواښونو پر وړاندې خپل امنیت او خوندیتوب وساتي.

۴- د یوه سیاسي جوړجاړي او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره د شرایطو برابرولو په خاطر به د افغانستان اسلامي جمهوریت د اعتماد جوړونې په هدف د طالبانو له استازو سره د باور جوړونې لپاره د متحده ایالاتو له خوا تسهیل خبرو اترو کې ګډون کوي. په دې خبرو کې د دواړو لورو د پام وړ شمیر زندانیانو د خوشې کولو امکان ارزول کیږي. متحده ایالات او د افغانستان اسلامي جمهوریت به د دې خبرو اترو د ملاتړ لپاره د سره صلیب له نړیوالې ادارې مرسته غواړي.

۵- د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلېدو سره سم به د ډیپلوماټیکو اقداماتو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېست څخه د ځینو طالب زندانیانو د نومونو د لرې کولو لپاره د ۲۰۲۰ م کال د مې تر ۲۹مې پورې اقدام کوي. دا اقدام به په هر صورت کې د کاري چوکاټ د موافقې او تلپاتي او پراخ بنسټه اوربند تر موافقې وروسته په دېرشو ورځو کې کیږي.

درېیمه برخه

۱-متحده ایالات به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا وغواړي چې دا او په دې اړوند نورې موافقې تایید او په رسمیت وپېژني.

۲- متحده ایالات او د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دي چې د بیارغونې لپاره د اقتصادي همکارۍ په ګډون به په خپلو کې مثبتو اړیکو ته دوام ورکوي.

۳- متحده ایالات به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي نه ګواښي، پر ضد به یې ځواک نه کاروي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

۴- متحده ایالات به په افغانستان کې د  اصلي کړکېچ ختمولو په خاطر سیاسي روغې جوړې ته د رسېدو  په برخه کې د روانو هڅو د ملاتړ لپاره، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع  رامنځ ته کولو هلې ځلې روانې ساتي.

Share21Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
KAZAKHSTAN, ASTANA - MAY 29, 2026: Russia's President Vladimir Putin gives a press briefing following a meeting of the Supreme Eurasian Economic Council. Alexander Shcherbak/TASS

پوتين: د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ناټو د نفوذ پراخېدل شخړې زیاتوي

اگست 13, 2026

د عراق صدراعظم د سپتمبر تر ۳۰مې دمخه د نړیوال ایتلاف په وتلو ټينګار وکړ

اگست 13, 2026
default

د چین د ایکولوژیکي چاپېریال کیفیت کې ښه والی راغلی

اگست 13, 2026

بېجينګ: ځيني هېوادونه باید د وسلو کنټرول له څو اړخيزو ميکانيزمونو څخه ناوړې استفادې بنده کړي

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In