پاکستان وایي امریکا باید له افغانستان مسوولانه وتل پیل کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی تل د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې ده او خپلې دې همکارۍ ته به ادامه ورکوي. د قریشي په خبره امریکا له افغانستان خپل ځواکونه وباسي نو دغه بهیر باید پوره مسوولانه وي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې هېواد یې د بین الافغاني خبرو په ترسره کېدو کې هم پوره همکاري کوي او ددې هیله لري چې افغانستان ته دایمي سوله راشي. د قریشي په وینا افغانان سولې ته اړتیا لري او اوس ددې وخت دی چې افغانستان داخلي سولې او بیا له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره سیمه ییزې سولې ته ورسېږي. امریکا هم د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې ده.





























