د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي پخوانۍ مرستیالې لورېل مېلر ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغانستان په داخلي مسایلو پورې اړه نه لري. د نوموړې په وینا دا هوکړه یوازې په افغانستان کې د امریکا د حضور، د بین الافغاني خبرو د پيل او د ترهګرو پر وړاندې پر اقداماتو بحث کوي. د مېلر په خبره دا د یوې نوې او اوږدې پروسې پيل دی چې په دې نوې پروسه کې به بین الافغاني خبرې پیلېږي او د افغانستان پر داخلي مسایلو به خبرې کېږي. لورېل مېلر دغه راز ویلي چې ښکېل لوري دې نور جګړه بس کړي ځکه افغانان د سولې مستحق دي او له کلونو راهیسې خونړیو جګړو ګڼې قربانۍ ترې اخیستې دي. هغې پر ټولو ښکېلو لورو غږ کړی چې له رامنځ ته شوي فرصت ګټه پورته کړي او د افغانستان د ثبات لپاره هڅې وکړي.





























