افغانان باید له تېر تاریخ درس واخلي او د یوه پیاوړي افغانستان لپاره سره متحد شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دوی بریالي شول چې تر اوږدو مذاکراتو وروسته له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي. دده په خبره اوس ددې وخت دی چې افغانان تېر تاریخ تکرار نه کړي، له تېرو تېروتنو درس واخلي او د یوه پیاوړي افغانستان د جوړولو لپاره سره متحد شي. خلیلزاد همدا راز پر نړیوالو هم غږ کړی چې افغانستان یوازې پرې نه ږدي، دده په خبره نړیوالو ته یو ځل ثابته شوې چې د افغانستان یوازې پرېښودل نړۍ ته څومره ګواښونه جوړولی شي نو نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه هېواد ملاتړ او پرمختګ ته جدي پاملرنه وکړي.





























