د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که طالبان پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي نو امریکایي ځواکونه به بېرته افغانستان ته ستنېږي. ټرمپ د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک څو ساعته وروسته په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال دا د امریکا لپاره ستره بریا وبلله. نوموړي وویل ټول اړخونه له جګړو ستړي شوي دي او ددې وخت دی چې سوله وشي. دده په وینا د امریکايي ځواکونو وتل پیلېږي، شمېر یې ۸۶۰۰ ته راښکته کېږي او د نورو په اړه به وروسته پرېکړه کېږي. نوموړي دغه راز هیله څرګنده کړې چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ترهګرې ډلې له منځه یوسي. دده په وینا تر دې دمه امریکا د ترهګرو پر وړاندې جګړه کوله او اوس به طالبان دغه کار کوي. هغه همدا راز ددغه هوکړې مبارکي افغان ولسمشر اشرف غني ته هم ویلې ده. ټرمپ دا هم ویلي چې ډېر ژر به له طالب مشرانو سره لیده کاته ولري. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه پرون په قطر کې لاسلیک شوه چې د ګڼو هېوادونو له لوري یې هرکلی شوی دی.





























