ملګرو ملتونو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او وروستی اقدام مهم پرمختګ ګڼل کېږي. د ګوتریش په خبره دا مهم ګام دی او افغانستان ته به دایمي ثبات راولي. ګوتریش هیله څرګنده کړې چې ښکېل لوري د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅه وکړي او دلته روانه جګړه د تل لپاره ودرېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي.





























