ولسمشر غني وایي د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشي کولو په اړه هېڅ راز تعهد موجود نه دی. نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل افغان حکومت په ځلونو له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو د زرګونه بندیانو ازادولو ته ژمن نه دي او په دې اړه به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي. ولسمشر غني وویل د زندانیانو خوشي کول د امریکا صلاحیت نه دی، ځکه دا کسان د افغان حکومت په بند کې دي او افغان حکومت یې په اړه پرېکړه کوي. ولسمشر غني ټینګار وکړ چې دا کار د امریکا په صلاحیت کې نه دی او دا هر څه په افغان حکومت پورې اړه لري. ولسمشر په دې خبري کنفرانس کې همدا راز ویلي چې د اورکم موده به غځول کېږي او اوربند به رامنځ ته کېږي. هغه د بین الافغاني خبرو د پلاوي د صلاحیت په اړه وویل چې دوی به قوانینو او د افغانانو حقوقو ته درناوی کوي خو وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي. ولسمشر د جمهوریت پر دوام ټینګار وکړ او په خبره یې د نظام تغیر د یوې ډلې یا څو کسانو د خبرو صلاحیت نه دی او په دې اړه ولس خپله پرېکړه کوي.





























