د اسلامي همکارۍ سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک هرکلی کړی دی. د یاد سازمان سکرتر جنرال یوسف ال عثیمین ویلي، دوی د متحده ایالاتو او امریکا ترمنځ د شوي تړون هرکلی کوي او هیله لري چې دا به بین الافغاني مذاکراتو او سیاسي جوړجاړي ته لار هواره کړي. نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو د یوې اوونۍ اورکم ستاینه کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د دې وضعیت دوام باید دایمي اوربند ته لار هواره کړي. هغه زیاته کړې، افغان مشرانو هم وښوده چې دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل غواړي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت ته ژمنتیا لري.





























