ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د طالبانو د بندیانو خوشې کولو ته ژمن نه دی او نه هم په دې مورد له دوی سره کوم توافق شوی دی. د ده په خبره، د زندانیانو خوشې کول د افغان حکومت صلاحیت دی او دا مسئله د امریکا په صلاحیت کې نه ده. هغه پرون د سولې په اړه په تازه څرګندونو کې وویل چې سوله د افغانانو هیله ده، خو دی به په دې پروسه کې د افغانانو له حقوقو دفاع وکړي. هغه همدا راز ټینګار کړی چې د لوړې مراسم به هم پر خپله ټاکلې نېټه تر سره شي او د سولې لپاره به هم هڅې روانې وي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې یو مهم مورد دا دی چې افغان حکومت باید د مارچ تر لسمې یانې د بین الافغاني خبرو تر پیل وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړي. طالبان به هم په مقابل کې د افغان لوري زر کسه بندیان خوشې کوي، خو د هوکړې دغه مورد تازه د افغان ولسمشر له غبرګون سره مخ شوی دی. ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه؛ بلکې د افغان حکومت صلاحیت دی. د ده په خبره، د دومره شمېر طالبان بندیانو د خوشې کولو لپاره هېڅ راز ژمنه نشته او دا باید د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره د مخکیني شرط په توګه ونه کارول شي.
ولسمشر غني وايي، په ځلونو یې له امریکايي لوري سره په خبرو کې ویلي چې د طالب بندیانو خوشې کولو ته نه دي ژمن. غني ويلي: «د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه دی، موږ له امریکا سره د بندیانو د خوشې کېدو پر سر موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی، چې یوازې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي. امریکا اسانچارې ده چې د تصمیم مانا نه لري. له ښاغلي خلیلزاد او ټولو امریکايي ځواکونو وپوښتئ چې په دې اړه بشپړ وضاحت لري.»
ولسمشر غني وایي چې د طالب بندیانو خوشې کول د ولس ډاډ ته اړتیا لري. د هغه په خبره، ولس باید ډاډه وي چې دغه بندیان یې تر خوشې کېدو وروسته پر وړاندې وسله نه اخلي او د افغانانو پر ضد فعالیتونه نه کوي. هغه زیاته کړې چې دا پروسه اوږدو مشورو او خبرو ته اړتیا لري او افغان حکومت تیار نه دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې دغه بندیان ازاد کړي. هغه ویلي: «باید افغان ولس باور وي، هغه چې خوشې کېږي، د ملت پر وړاندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي.»
ولسمشر غني ټینګار کوي چې د دومره ډېر شمېر بندیانو خوشې کول اوږده وخت ته اړتیا لري او له طالبانو سره پر دې مواردو بحثونو کېږي. غني زیاتوي: «یوازې ۱۰۰ کسان خوشې کول وخت غواړي، ۵۰۰۰ خو لا پرځای پرېږده، اجنډا مشخصه ده، دوی به هم غوږ نیسي موږ به هم بحث پرې کوو.»
طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني پر دغه تازه څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې باید دواړه لوري د هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي. د هوکړې په موادو کې یو هم د پنځه زره بندیانو خوشې کول دي؛ خو افغان حکومت د دې مادې عملي کولو ته ژمن نه دی.
بلخوا تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې افغان حکومت او طالبان دې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړي. نوموړي پرون په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د سولې څرک لګېدلی دی او اوس دواړو لورو ته پکار ده چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل کړي. د قریشي په خبره، دواړه لوري دې له کوم ځنډ پرته د بندیانو خوشې کول هم پيل کړي او په دې توګه دې د بین الافغاني خبرو د لا پرمختګ لپاره لار هواره کړي.





























