د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې له طالبانو سره په هوکړه کې دوه مهم محرم اسناد هم شامل دي چې له رسنیو سره نه شریکېږي. مایک پمپیو پرون له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي له طالبانو سره هوکړه یوازې هغه پاڼې نه دي چې خپرې شوې دي بلکې په دې کې دوه مهم محرم اجرايي اسناد هم شامل دي. دده په خبره دغه اسناد د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره مهم دي او دواړه نظامي اسناد دي. پمپیو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو زیاتوي چې دغه دوه اسناد به د امریکا د کانګریس هر غړي ته ور ښودل کېږي. تر دې وړاندې افغان سیاسیونو هم په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې له امریکا سره د طالبانو د سولې په تړون کې تر ټولو مهم مسایل په دوو ضمیمو کې راغلي دي چې هغه له رسنیو سره نه دي شریک شوي.





























