امریکا وايي دوی د طالب بندیانو خوشي کولو ته ژمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان د سولې مسئله داسې مرحلې ته رسېدلې چې ځينې خلک پکې سیالي او رقابت کوي. دده په خبره امریکا تر دې وړاندې هم طالب زندانیان خوشي کړي دي او اوس د نورو بندیانو د خوشي کولو لپاره له دواړو لورو سره کار ته ادامه ورکوي. پمپیو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ولسمشر غني د طالبانو او امریکا د هوکړې له مهمې برخې سره مخالفت کړی دی. نوموړي ویلي افغان حکومت د پنځه زره بندیانو خوشي کولو ته ژمن نه دی او پر دې مسایلو به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي. نوموړي ویلي ددغه بندیانو په اړه هېڅ راز تضمین نشته دی نو افغان حکومت نه غواړي افغانانو ته خطرونه جوړ کړي.





























