د امریکا د کانګریس مشرې نانسي پلوسي په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک هرکلی کړی دی. نوموړې ویلي د سولې دغه هوکړه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات، امنیت، پرمختګ او پیاوړتیا سبب شي. پلوسي وایي امریکا او ټول کانګریس د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي. پلوسي همدا راز ټینګار کړی چې ښځې باید د راتلونکو مذاکراتو برخه وي او دوی ته اجازه ورکړل شي چې خپلې خبرې وکړي. نوموړې د امریکايي ځواکونو ستنېدل هم غوره اقدام یاد کړی دی او په خبره یې اوس ددې وخت دی چې امریکايي ځواکونه له یوې اوږدې جګړې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.





























