نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې باندې خبرې کړې دي. ددغه ورځپاڼې په مطلب کې راځي طالبانو او امریکا هغه څه ترلاسه کړل چې دواړو یې هیله لرله. د سرچینې په خبره ددې تر څنګ هوکړه افغان لوري ته له ابهماتو ډکه ده. نیویارک ټایمز لیکي په دغه هوکړه کې افغان حکومت بیخي ګوښه شوی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. په مطلب کې وړاندې راځي په هوکړه کې د بشري حقونو، بیان ازادۍ، افغان حکومت، ښځو حقونو او کلونو لاس ته راوړنو په اړه هېڅ راز څرګندونې نه دي شوې چې دې هر څه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړ مبهمه کړې ده. نیویارک ټایمز وایي ډېری افغانان هم په دې تړاو اندېښنې لري. نیویارک ټایمز داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا وایي په دې هوکړه کې دوه مهم محرم نظامي اسناد هم شامل دي چې له خلکو سره نه شریکېږي.





























