د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې تازه تازه ناندرۍ رامنځ ته کړې دي. تر ټولو ډېر بحثونه د طالب زندانیانو پر خوشې کولو او د بین الافغاني خبرو پر پیل دي. ولسمشر غني ویلي وو چې حکومت یې د پنځه زره طالب زندانیانو خوشې کولو ته ژمن نه دی، خو امریکا بیا ویلي، دوی پر هغه هوکړه عمل کوي چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړې ده. د ده په خبره، په افغانستان کې ښکېل لوري په رسنیو کې د تبلیغاتو لپاره هر ډول څرګندونې کوي، خو مهمه دا ده چې امریکا پر هوکړه عمل کوي.
د تېرې میاشتې په ۲۹مه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. په دې هوکړه کې پر څو مهمو مواردو بحث شوی دی چې یو هم پکې د طالب زندانیانو خوشې کول دي. طالبان وايي چې د مارچ تر لسمې مخکې یانې د بین الافغاني خبرو تر پيل وړاندې باید د دوی پنځه زره بندیان ازاد شي. دوی به د دې کار په مقابل کې بین الافغاني خبرې پیلوي او همدا راز به د افغان لوري زر بندیان خوشي کوي. ولسمشر غني بیا د هوکړې له دې مادې سره مخالفت کړی دی او په خبره یې، تر بین الافغاني خبرو مخکې هېڅ طالب زنداني نه ازادېږي او دوی دې مورد ته ژمن نه دي. غني زیاته کړې، په بین الافغاني خبرو کې به پر دې مسئله خبرې کېږي.
د دې څرګندونو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، دوی هغه څه ته ژمن دي چې په هوکړه کې راغلي دي. د دي خبرې پر بنسټ امریکا دا ښيي چې ګواکې د طالب بندیانو ازادولو ته ژمن دي او غواړي دا هر څه عملي کړي. نوموړي د ولسمشر غني څرګندونې هم رسنیز تبلیغات بللي دي او په خبره یې، امریکا له ټولو اړخونو سره کار کوي څو هوکړه عملي کړی شي. مایک پامپيو زیاته کړې: «تاسې ولیدل چې په سند کې څه لیکلي وو، ویل شوي چې موږ به له ټولو ښکېلو خواوو سره کار کوو چې اعتماد سازي وکړو، افغان حکومت، غیر طالبان خلک او موږ غواړو چې په دې کې ټول وي، موږ غواړو چې ښځې په کې ښکېلې وي. ډېر خلک به وي چې یو څه به وایي، ډېر شور او زوږ به وي چې په رسنیو کې له یوه بل سره د رقابت لپاره ځان ته د خلکو پام ور واړوي، څه چې مهم دي زموږ کار دی.»
په همدې مرکه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې هوکړې له یوې بلې پټې برخې هم پرده پورته کړه. د ده وویل چې له طالبانو سره هوکړه یوازې هغه څه نه دي چې له رسنیو سره شریک شوي دي، بلکې په دې کې دوه مهم محرم اسناد هم شامل دي. پامپيو ویلي، دغه مهم اسناد نظامي دي او د امریکايي ځواکونو د مصونیت په اړه دي. پامپیو وایي چې اسناد له رسنیو سره نه دي شريک شوي، خو د امریکا د کانګریس له هر غړي سره به شریکېږي. دا هغه مسئله ده چې د افغان سولې په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي.
افغان حکومت لا هم ټینګار کوي چې دوی د طالبانو بندیان نه خوشې کوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په ټوېټ پیغامونه کې ویلي چې دوی د سولې خبرو ته تیار دي، خو د طالبانو د زندانیانو پر خوشې کېدو به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي. بلخوا طالبان بیا ټینګار کوي چې د سولې تر هوکړې مخکې باید د دوی زندانیان ازاد شي. طالب سرچینې وایي چې که یې زندانیان خوشې نه شي، بین الافغاني خبرو ته نه تیارېږي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني مناظره کې ولس ته ډاډ ورکړی چې د افغانانو او افغانستان ملي ګټو ته په ژمنتیا به دوی د سولې خبرې مخ ته وړي او اجازه به ور نه کړي چې د کلونو لاس ته راوړنې ضایع شي.





























