په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي د امریکا تمه دا ده چې باید د تاوتریخوالي د کمښت موده وغځول شي. دده په خبره د سولې هوکړې یو هدف هم دا دی چې په افغانستان کې جګړې پای ته ورسول شي نو ښه به وي چې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته ادامه ورکړي او له جګړو لاس واخلي. سرچینه کاږي اورکم د باور جوړولو لپاره یو فرصت و اوس ددې وخت دی چې د نورو پرمختګونو لپاره ګامونه اوچت شي. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اعلامیه وایي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. مېلر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو تازه پر افغان ځواکونو د برید کولو خبرداری ورکړی دی.





























