په واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني وايي د سولې هوکړه د افغانانو له هرکلي سره مخ شوې ده خو د راتلونکې په اړه د افغانانو پر اندېښنو هم سترګې نه شي پټېدلی. نوموړې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي امریکا او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له افغانانو او افغان حکومت سره پر خپلو شته ژمنو عمل وکړي او رامنځ ته شوو اندېښنو ته ځواب ووايي. رحماني ټینګار کوي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده خو اوس رامنځ ته شوي وضعیت د ډاډ پر ځای اندېښنې راولاړې کړې دي. رحماني هیله څرګنده کړې چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې تر پخوا پياوړې شي او د سولې رامنځ ته شوې هوکړه جګړه په رښتینې توګه ختمه کړي.





























