د امریکا ددفاع وزیر وایي خپلو قومندانانو ته یې سپارښتنه کړې چې د سرتېرو ایستل پيل کړي. مارک ايسپر په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، امریکا د هوکړې عملي کولو ته ژمنه ده نو له همدې امله به په لسو ورځو کې د سرتېرو ایستل پيلوي. دده په خبره خپلو قومندانانو ته یې سپارښتنه دا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره لومړنۍ تیارۍ ونیسي. مارک ايسپر وایي ښه ده چې هر څه په عمل کې ثابت کړي او خپل سرتېري له دې جګړې هېواد ته راستانه کړي. نوموړي د پوښتنو په ځواب کې ویلي، هیله لري چې روانه جګړه په افغانستان کې پای ته ورسېږي او په دې توګه په دغه هېواد کې د سیاسي جوړجاړي په مرسته دایمي ثبات راشي.





























