امریکا او طالبانو په دوحه کې د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه. د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته، د سولې بهیر تر ټولو مهم او ټاکونکی پړاو بین الافغاني خبرې اترې دي. له طالبانو سره د متحده ایالاتو د هوکړه لیک او له افغان حکومت سره د اعلامیې د محتوا یوه ستره برخه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ پر خبرو اترو (بین الافغاني مذاکراتو) ورټوله ده.
خو ایا دغه (له سیاسي هوکړې سره مل) خبرې اترې به د هوکړه لیک او اعلامیې د وړاندوینو له مخې په ټاکلې موده کې شونې وي؟
د افغانستان حکومت له متحده ایالاتو سره په خپله ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره خبرې د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي په اډانه کې تعریفوي او وايي، سیاسي هوکړه د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټولشموله پلاوي تر منځ د خبرو په پایله کې رامنځ ته کیږي.
خو د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په هوکړه لیک کې خبرو اترو ته د بین الافغاني ډیالوګ او بین الافغاني خبرو اترو اصطلاحات کارول شوي، چې دواړه یو تربله توپیر کوي او خبرې په دوو پړاوونو وېشي.
د مذاکراتو پر ډول اختلاف:
طالبان دا غوره بولي چې د افغان حکومت پر ځای له افغان سیاسي او قومي مشرانو سره خبرې وکړي. طالبان او حکومت وار دمخه د خبرو اترو د ډول په اړه اختلاف لري. طالبان له حکومت سره د خبرو اترو پر ځای له مختلفو ډلو او سیاسي مشرانو سره خبرو اترو ته لومړیتوب ور کوي.
په کابل کې د خبرو اترو پر څرنګتیا د سیاسي کړیو تر منځ اختلافات د دوی دریځ پیاوړی ساتي. دوی ته له یوه واحد ادرس سره تر خبرو اترو، له ډلو او سیاسي- قومي مشرانو سره پایلې ته رسیدل اسانه دي.
خو افغان حکومت غواړي سیاسي مشران او احزاب د انفرادي هڅو پر ځای، د دوی تر چتر لاندې خبرو اترو ته لاړ شي.
افغان چارواکي د سولې د بین الافغاني خبرو اترو اصطلاح ناسمه ګڼي. دا ډول خبرې اترې یو خوا له حکومت نه د عمل ابتکار اخلي او بل خوا په کور د ننه او بهر له انزوا سره مخ کېدای شي.
د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر د دوحې له پرمختګ وړاندې د سولې په یوه ناسته کې وویل، دوی له بین الافغاني اصطلاح سره ستونزه لري.
د هغه په خبره، جګړه د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر منځ ده او خبرې اترې هم باید د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ وي.
د کابل اوسني سیاسي وضعیت ته په پام، بین الافغاني ډیالوګ طالبانو ته دا توان ورکوي چې د راتلونکو پړاوونو لپاره له مختلفو افغاني اړخونو سره یو مساعد او همغږی چاپیریال رامنځ ته کړي. دغه چاپیریال له دوی سره د بین الافغاني مذاکراتو په پړاو کې د برلاسي لپاره کافي مرسته کولای شي.
په دې برخه کې د دوی لپاره د مسکو او دوحې د بین الافغاني ډیالوګ ناستې ښې تجربې وې. افغان حکومت له دې ناستو ښې خاطرې نه لري.
په اورکم پسې اوربند:
د مذاکراتو بل مهم فکټور اوربند دی. افغان حکومت د خبرو اترو لپاره تر ټولو ډېر پر اوربند ټینګار کوي.
ولسمشر غني د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې له لاسلیک کېدو یوه ورځ وروسته، د مارچ په لومړۍ نېټه په یوه خبري غونډه کې وویل، دی هیله من دی چې اوسنی اورکم به پر اوربند بدل شي.
خو طالبان اوربند د بین الافغاني خبرو اترو د اجنډا برخه ګڼي. د امریکا او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوې هوکړه کې ویل شوي، اوربند به د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې (Political Road Map) له بشپړېدو او پر هغې له هوکړې سره سم، د دې روډ مپ د یوې برخې په توګه اعلانیږي.
د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ اوربند د مذاکراتو بل مهم ټکی دی. طالبان چې ترڅو د امریکايي ځواکونو له وتلو ډاډمن شوي او یوې سیاسي هوکړې ته رسېدلي نه وي، ډاګیز اوربند نه کوي.
په دې موده کې به دوی یوازې له بهرنیو ځواکونو سره جګړه نه کوي. طالبان به په هوکړه لیک کې پر شویو ژمنو یوازې په هغو سیمو کې مکلف وي، چې د دوی تر ولکې لاندې دي.
دوی ښايي په دې ۱۴ میاشتو کې چې له امریکايي ځواکونو سره پر یوه او بل د برید نه کولو ژمنتیا لري، کوښښ وکړي چې زیاتې سیمې تر ولکې لاندې راولي او د خبرو اترو پر میز له پیاوړي دریځه راڅرګند شي.
په دې موده کې به بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو پوځي ننګې او ملاتړ ته ونه دانګي. د افغان حکومت او امریکا اعلامیه وړاندوینه کوي چې دواړې خواوې به له القاعدې، داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره چې امریکا، د امریکا متحدانو او افغانستان ته ګواښ پېښوي، جګړه روانه ساتي.
دلته د نړیوالو ترهګرو اصطلاح کارول شوې، چې طالبان پکې نه دي شامل شوي. ګډې اعلامیې د امنیتي تړون په اډانه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د وړتیاو په لوړاوي او د هغو نړیوالو ترهګرو ډلو خلاف د افغان ځواکونو په ملاتړ پورې محدود کړی، چې متحده ایالاتو او د هغه متحدانو ته ګواښ پېښوي. مانا دا چې متحده ایالات د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په جګړه کې کار نه لري.
که پر اوربند هوکړه ونشوه، نو طالبان ښایي پر افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړي. د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ په هوکړه لیک کې د ټولو ځواکونو وتل قید شوي، خو استخباراتي ځواکونو ته چې د امریکا ولسمشر یې په مکرر ډول په افغانستان کې پر پاتې کېدو ټینګار کوي، نغوته نه ده شوې.
د پنځو زرو بندیانو خوشې کېدل:
د بندیانو خوشې کېدل چې ډېری یې د افغان حکومت په زندانونو کې دي، د هوکړه لیک د پلیتابه او خبرو اترو د پیل کېدو په برخه کې یوه بله ننګونه ده.
افغان حکومت به د زندانیانو په مسئله کې له متحده ایالاتو او طالبانو څخه د امتیاز تر لاسه کولو په لټه کې وي.
له افغان حکومت سره د متحده ایالاتو هوکړه وړاندوینه کوي چې د طالب بندیانو ځینې زندانیان به د کب تر شلمې پورې چې بین الافغاني خبرې پیلیږي، خوشې شي او پاتې نور به درې میاشتې وروسته خوشې کیږي.
خو ولسمشر غني له دغه هوکړه لیک یوه ورځ وروسته وویل چې دی له واشنګټن سره د طالبانو د زندانیانو پر خوشې کولو کومه هوکړه نه لري، ځکه دا د افغان حکومت صلاحیت دی او په خبرو اترو کې به بحث پرې کیږي.
ولسمشر غني ویلي، د طالب بندیانو د خوشې کولو صلاحیت له افغان حکومت سره دی. د انس حقاني خوشې کېدو ته په کتو چې د افغان حکومت لپاره ناببره کار و، دا اټکل کیدای شي چې د طالبانو زندانیان به له ځنډ او خنډ سره سره، خوشې شي. البته د بندیانو په برخه کې طالبانو ته دا قید اېښودل شوی چې “یو به هم امریکا ته زیان نه رسوي”.
خو احتمالاً که یوه بندي هم کومې بلې ډلې ته پناه یوړه، لکه داعش او القاعدې ته، د طالبانو لپاره به سرخوږی پیدا کړي.
“په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د امریکا او طالبانو موافقتنامه” کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ ټولې شوې ژمنې د دواړو خواو په ژمنتیا پورې مشروطې دي.
نو طالبان که په هره ژمنه کې پاتې راځي، امریکا ته به په افغانستان کې د پاتې کېدو فرصت ورکوي.
د دواړو خواوو تر منځ د قطر څو پړاویزو خبرو ته په پام، دا اټکل ښايي بېځایه نه وي چې د بین الافغاني خبرو تر سره کیدل او یوې سیاسي هوکړې ته رسیدل به چې د امریکايي ځواکونو وتل هم ورسره مشروط دي، ډېر وخت واخلي.