د ۱۹۹۹ ز کال د ډسمبر تر درېیمه زما ژوند ښه و، نه، ښه ده چې ووایم دا وخت مې ژوند ډېر ښه و. دا وخت ۲۰ کلن وم او یو کال کېده چې له کالج څخه فارغ شوی وم. زه ۱۸ میاشتې مخکې د بازارموندنې په یو لوی شرکت (۲۰۰ میلیون ډالري) کې پر دنده لګیا وم او هغه وخت مې له اندازې زیاته ګټه درلوده. تر ټولو ښه مېرمن، ښه ملاتړې کورنۍ او ممکن تر ټولو ښه دوستان مې درلودل. زه رښتیا چې خوشبخته وم، ممکن تاسې ووایی چې زه د دنیا د خوښیو په اوج کې وم، ما هېڅکله دا فکر نه کاوه چې نن شپه به زما دا دنیا ړنګېږي.
د شپې۱۱:۳۲ دقیقې په ۹۹ شمېره لویه لار په ۱۱۰ لوړ سرعت سره روان وم. یوازې موږ دوه کسان وو، مېرمن مې په لومړي سیټ کې بخارۍ ته د یو څه په اړه په فکر کې ډوبه ناسته وه، خو زه بیا داسې نه وم، زما حواس پر ځای وو، هرڅه مې ښه تعقیبول او له پلې شوي موزیک سره مې د ګوتو پړق ایست.
د هغې شپې خوښۍ مې خوب له سره وړی و، هغه وخت په خپل سپين رنګ لرونکي رییو فور موټر کې په ۱۱۰ سرعت روان وم او له هغې ښې وینا چې تر اوسه مې بل ځای نه وه کړې، دوه ساعته تېرېدل.
په ژوند کې تر ټولو اغېزناک تشویق مې تر لاسه کړی و او له دې صحنې ډېر خوښ وم. غوښتل مې له دې صحنې د منندويۍ احساسات له یو چا سره شریک کړم، خو مېرمن مې دا وخت ویده وه. غوښتل مې له خپل مور او پلار سره اړیکه ټینګه کړم، خو دا وخت د شپې ناوخته و او ممکن هغوی به هم ویده وو. باید ډېره ژر مې له هغوی سره اړیکه نیولې وی، زه هغه وخت نه وم خبر چې بیا به تر ډېره له مور، پلار او نور چا سره د اړیکې نیولو فرصت ونه لرم.
د تصور نه وړ حقیقت
اصلاً مې دا په یاد نه دي چې له بلې خو د را روان لوی موټر څراغونه چې زما سترګو ته مخامخ وو، ما دې لیدلي وي. یوناڅاپه همدا لوی موټر احتمالاً په ۱۳۰ سرعت کې زما په خوا را روان و، چې زموږ له موټر سره یې ټکر وکړ. له دې پېښې څو دقیقې وروسته مې په یاد دي چې په موټر کې پلې شوی موزیک په ډېر ټیټ اواز غږېده. زموږ موټر ټکر شو او د ټکر غږ یې تر ډېرو پورې لاړ. زه بې هوښه شوم، اوس مې هم په ذهن کې په ۱۱۰ سرعت موټر ځغلاوه، سر مې سخت درد کاوه او د موټر مخکینۍ برخه مې سخته ژوبله شوې وه.
موټر مې سخت ژوبل شوی و، داسې چې د ډرایور طرف یې تر اخره یو مخ چیت چمبول و. د هغه لوی موټر ډرایور چې ۱۶ کلن و، په ۱۱۰ سرعت له ما سره ټکر وکړ، دې پېښې زما د بدن کیڼ طرف سخت ژوبل کړ. سر مې د ډرایور د څوکۍ او سیوچ بورډ تر منځ ګیر و، چې کیڼ غوږ مې تقریباً ټول پرې شوی و. د کیڼې سترګې کاسه مې ماته شوې وه او د کیڼې سترګې ګاټی مې په وحشتناک ډول بیرون ته راوتلی و. کیڼ لاس مې مات او د اعصایو رګونه یې پرې شوي وو. د بازو مات شوی هډوکی مې له پوست بیرون راوتلی و. پر ملا مې له دریو خواوو وزن راغلی و. بالاخره مې د کیڼ زنګون لوی هډوکی چې د بدن تر ټولو لوی هډوکی دی، هغه هم مات شوی و او راوتلي سر یې مې تورې جامې سورۍ کړې وې. هرڅه په وینو ککړ وو، بدن مې سخت زیان لیدلی و او مغز مې د ټول عمر لپاره ضربه خوړلې وه. د سخت درد له امله بې هوښه شوی وم، د وینې فشار مې ټیټ شوی و، په سترګو مې توره شپه وه او زه د کوما په حالت کې وم.
یوازې تاسې دوه ځلې ژوند کوی؟
هغه پېښې چې له دې ټکر وروسته له ما سره وشوې، رښتیا هم د منلو نه وې او ځینې دا پېښې خو بیخي معجزې وې.
د پېښې ساحې ته امبولانس راغلی و او په ځانګړو وسایلو سره یې زه له موټره راښکلی وم. له هغه وروسته چې زه یې له موټره راښکلی وم، ډېره وینه مې له بدنه تللې وه، زړه مې حرکت پرې اېښی و او ساه ویستل او اخیستل مې هم بند شوي وو. ظاهراً په سترګو مړ معلومېدم.
متخصصانو د هلیکوپټر د ننه زما د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کړې وې، هغوی ما ته نجات راکړی و. شپږ دقیقې وروسته هغوی بریالي شوي وو، زما زړه بیا پر حرکت راغلی و، خدایه شکر! زه ژوندی پاتې شوی وم.
زه شپږ ورځې په کوما حالت کې پاتې شوی وم او کله چې په هوښ راغلم، خبر شوم چې نور ممکن هېڅ وخت هم ونه شم کړای چې پر لاره پیاده ولاړ شم. په روغتون کې له اووه دوره يي تمرین وروسته چې هلته مې پر لاره تلل تمرینول، بیا اصلي دنیا ته را وګرځېدم او نور په کور کې د مور او پلار تر مراقبت لاندې وم.
۱۱ هډوکې مې مات شوي وو، مغز مې سخته ضربه خوړلې وه او مېرمن چې زه په روغتون کې وم، له ما جدا شوې وه، هغې بلې دنیا ته کډه کړې وه. په داسې شرایطو کې ما هېڅکله بیا نه شوای کولای چې خپل تېر ژوند یو ځل بیا تجربه کړم، خو باور وکړئ، دا زما لپاره یوه ښه پېښه وه.
له نوو شرایطو سره جوړ راتلل راته یو څه سخت وو او ځینې وخت خو به مې په دې اړه هېڅ فکر نه شوای کولای چې ولې داسې پېښه راسره وشوه. په هر صورت، باید بیا ژوند ته راګرځېدلی وی او د هغه ټول مسوولیت مې منلی وی. فعلي شرایط مې منلي وی.
ما وویل، خپله انرژي باید پر بې ګتو موخو ونه لګوم او ټول تمرکز پر دې وکړم چې له فعلي شرایطو ښه استفاده وکړم. ما نه شوی کولای چې تېر وخت بدل کړم، همدا وو چې د ورځني وضعیت پر ښه والي مې تمرکز وکړ. له دې پېښې وروسته ما خپل ټول عمر دې ته وقف کړ چې د خپلو بالقوه وړتیاوو په واسطه خپلو موخو ته ورسېږم او پوهېږم چې څنګه کولای شم دا توانايي په خپلو شاوخوا کسانو کې پيدا کړم.
له دې پېښې وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې باید ډېر د زړه له خلاصه د خدای پاک په ټولو راکړل شوو نعمتونو شکر وباسم. د ځینو څیزونو لرل ومنم او هغو څیزونو ته د رسېدو مسوولیت پر خپله غاړه واخلم چې زه ورته رسېدل غواړم. په دې دلیل، فکر کوم هغه ویرانوونکې پېښه زما په عمر کې تر ټولو ښه هغه یې وه چې زما په حق کې وشوه.
زه باور لرم چې هېڅ یوه پېښه هم په ژوند کې بې دلیله نه رامنځ ته کېږي او موږ باید ښه او بد دلایل، د ټولو پېښو، ننګونو او د ژوند د شرایطو لپاره ومنو. له همدې ذهنیته په ګټې اخیستنې، ما وشوای کړای چې ژوند ته بېرته په بریالۍ توګه را وګرځم.
زه له یو کال پرله پسې هڅو وروسته وتوانېدم چې هر سهار یو کیلومتر منډه وکړم، په خپل مخکیني شرکت کې بیا دنده واخلم او خپل نهه زره ډالره قرض هم خلاص کړم. پوهېږی دا هرڅه زما په حق کې یوازې زما ژمنې حقیقي کړل. زه دې هرڅه ته کلک ژمن وم.




































