خلیلزاد وایي د سولې په برخه کې د اسانتیا لپاره له افغان او طالب لوري سره د زندانیانو پر خلاصولو خبرې کوي. نوموړي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له طالب مشرانو سره یې کتلي دي او دواړو لورو د سولې پر راتلونکو اقداماتو بحثونه لرلي. دده په خبره طالبانو او امریکا ټینګار کړی چې د سولې نور اقدامات دې ترسره شي او پر هوکړه دې عمل وشي. خلیلزاد په ټینګار سره زیاته کړې چې امریکا د هوکړې عملي کولو ته ژمنه ده او هڅه کوي له افغان حکومت او طالبانو سره په خبرو د زندانیانو د تبادلې مسئله حل کړي. دده په خبره دوی د سولې په لار کې ټول رامنځ ته شوي خنډونه له منځه وړي. خلیلزاد یو ځل بیا پر افغانانو غږ کړی چې په دې حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.





























