اوسني تاوتریخوالي ته په کتو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه بې ګټې وه. د تاوتریخوالي پر ضد د نړیوال بنسټ مشره کیټي کيللي وايي طالبانو د سولې تر هوکړې وروسته ګڼ بریدونه کړي او له دې ښکاري چې ددغه هوکړې لاسلیک بې ګټې دی. کیللي وایي امریکا ښايي پر خپلو ژمنو وفا و نه کړي او په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت ته ادامه ورکړي. د نوموړې په وینا امریکا په سیمه کې اوږدمهاله ګټې لري او ددغه ګټو د خوندیتوب او راتلونکو پلانونو لپاره اړ ده چې په افغانستان کې نظامي اډې او سرتېري ولري. نوموړې ویلي د امریکا درې مهم نړیوال سیالان چین، روسیه او ایران افغانستان ته نږدې پراته دي او امریکا اړ ده چې دغه هېوادونه له دې ځایه وڅاري، نو له همدې امله له دې هېواد د امریکا د وتلو مسئله هسې خیالي او غیر عملي خبره ده.





























