د امریکا دفاع وزیر د کانګرس دفاعي کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې هوکړه لاسلیک شوه خو تر دې دمه یې پایلې ګډې وډې دي. د مارک ايسپر په خبره طالبانو ګڼ بریدونه کړي دي او له دې ښکاري چې دوی تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي. مارک وايي طالبانو کلونه جګړه کړې ده نو له همدې امله د دومره جنګیالیو کنټرول د طالبانو لپاره یو څه سخت دی. نوموړي ټینګار کړی چې که د سولې هوکړه عملي نه شي دوی به د طالبانو پر ضد عملیاتو ته ادامه ورکوي. هغه د تازه برید په اړه څه نه دي ویلي خو ټینګار یې کړی چې امریکا د افغان حکومت ملاتړې ده او په خبره یې دا مسایل د سولې په اړه په ګډه اعلامیه کې هم واضح شوي دي.





























