یو شمېر امریکایي عسکر به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان کې پاتې کېږي. امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د طالبانو په اړه پوښتنې موجودې دي او دوی ښایي دا وړتیا و نه لري چې د داعش او القاعده پر وړاندې مبارزه وکړي. دده په خبره له نیکه مرغه امریکا به دداعش او القاعده له بریدونو په امان وي او یوه وړه ډله امریکایي عسکر به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي. ګراهام همدا راز ویلي چې تل یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کړی دی او اوس هم ددې ملاتړی دی چې طالبان د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبروته حاضر شي. دده په خبره د طالبانو پالیسي ناسمه ده او دغه ډله باید نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا وښيي. لیندسي ګراهام امریکایي سناتور داسې مهال د عسکرو د پاتې کېدو خبره کوي چې طالبان وايي د ټولو سرتېرو پر ایستلو له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي دي.





























