عامې روغتیا وزارت وایي دوی د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر لري. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې تر اوسه د کرونا یوازې یوه مثبته پېښه په هېواد کې ثبت شوې ده چې د ناروغ وضعیت یې هم په ښه کېدو دی. دده په وینا تر ټولو ستر ګواښ له ایران متوجه دی چې هره ورځ زرګونه افغانان له دغه هېواد بېرته راګرځي. فیروز وایي چې تر اوسه یې د پنځوس زره راګرځېدلو افغانانو معاینات کړي. نوموړي پر راګرځېدلو مسافرو غږ کړی چې تر ټاکلې مودې دې په کورونو کې پاتې شي او له خلکو سره دې ناسته ولاړه نه کوي. دده په خبره سره له دې چې دوی په کرونا نه دي اخته خو دغه تدابیر احتیاطي دي. فیروز دغه راز وایي چې عامې روغتیا وزارت هر څه ته تدابیر لري او په خبره یې تمه لري چې دغه ویروس په هېواد کې خپور نه شي.





























