د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ وايي، له افغانستان په وتلو کې بېړه نه کوي او غواړي تر تړون وروسته په عملي بڼه د تاوتريخوالى کموالى وګوري. سټولټنبرګ وایي دې تړون بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړې ده او تمه ده چې په دې توګه افغانستان کې د دوامداره سولې زمینه برابره شي. نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د هغه په وينا، ناټو د افغانستان امنيت او ثبات ته ژمن دي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مالي او پوځي ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وويل، که څه هم په قطر کې تړون لاسليک شو، خو اوس هم په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره اوږده او سخته لاره پرته ده . سټولټنبرګ وايي چې دا دسولې لپاره لومړى اقدام دى، خو پر وړاندې يې ستونزې، سختۍ او ناهيلۍ هم شته دي.





























