د جرمونو نړیواله محکمه وایي، په افغانستان کې له ۲۰۰۳ میلادي کال راوروسته په دغه هېواد کې د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه څېړنه کېدای شي. د دغې محکمې لویې څارنوالې فاتو بینسودا تېر کال هم یو ځل په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو د څېړلو غوښتنه کړې وه چې واشنګټن ورسره سخت مخالفت کړی و. بینسودا ویلي، دوی به یوازې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو بشري سرغړونو څېړنه نه؛ بلکې د امریکایي ځواکونو په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو لخوا د هغو جرمونو څېړنه کوي چې په دغه هېواد کې یې ترسره کړي دي.





























