د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، افغان حکومت او طالبان باید د خپلمنځي خبرو لپاره عملي ګامونه پیل کړي او ټولې خواوې پوهېږي چې اوس د بندیانو د تبادلې وخت را رسېدلی دی. نوموړي ټينګار کړی چې په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو وړ نه دي او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی ژر تر ژره کم کړای شي. پومپیو یوې خبري ناستې ته وویل، هغو دوه هوکړې چې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره لاسلیک کړې، په افغانستان کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، امریکا پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوي چې ګواښونه دې پرېږدي او د بندیانو پر تبادله او نورو عملي ګامونو دې خبرې پیل کړي. د هغه په وینا، امریکا د افغانستان خلکو ته فرصت برابر کړی چې د خبرو مېز ته کېني او د خپل هېواد راتلونکی وټاکي. پومپیو افغان حکومت او طالبانو ته په اشارې وویل، امریکا به يې تر څنګ ولاړه وي او ملاتړ به يې کوي، خو دا فرصت باید ضایع نشي.





























