کابل کې د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین د نمانځنې پر غونډې، چې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د برچي سیمه کې جوړه شوې وه، وسله وال برید شوی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، سیمې ته ځانګړي پولیس رسېدلي او سیمه کلابنده شوې ده. نوموړی وايي، برید په سیمه کې د غونډې ځای ته څېرمه له یوې نیمکاره جوړه شوې ودانۍ شوی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر دا برید بشرضد جنایت بللی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۱۵ ټپیان وړل شوي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د پېښې له ځایه روغتونو ته ۱۸ ملکي ټپیان لېږدولي او دا د ټپیانو وروستی شمېر نه دی. وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي. د وسلوالو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، کابل کې نننی بريد ددوی کسانو پورې اړه نلري.





























