د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، تر هغه وروسته چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي نو د دې امکان شته چې طالبان دې قدرت ونيسي. ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل هېوادونه باید په خپله د ځان ساتنه وکړي. نوموړي ویلي نشي کولی چې د راتلونکو نورو شلو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي. ټرمپ ویلي، تر دې دمه روښانه نه ده چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان حکومت د ځان د ساتنې وړتیا لري او که نه.





























