د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان پر وضعیت یې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره کتلي دي. پمپیو پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې له ګوتریش سره یې د منځني ختيځ پر روان وضعیت اوهمدا راز افغان سوله خبرې کړې دي. دده په وینا امریکا هڅه کوي د افغان سولې په برخه کې ټول خنډونه له منځه یوسي. پمپیو په کابل کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په وینا یې دغه ډول کړنې بشر ضد جنایت دی. ده هیله څرګنده کړې چې افغانان ښه راتلونکې ولري او د ترهګرو ډلو له ورته خونړیو بریدونو په امان وي.





























