ولسمشر غني وایي د سولې ملاتړی دی او ددې پلوی نه دی چې هېڅ طالب دې زنداني وي. نوموړي نن د ملي شورا د اوولسمې دورې د پرانیستې مراسمو ته د خبرو پر مهال وویل چې دی د سولې مخالف نه دی خو د سولې په برخه کې د اړینو تدابیرو غوښتونکی دی. ولسمشر غني همدا راز وایي چې تر راتلونکو درېیو ورځو به مذاکراتي پلاوی معرفي کړي او په خبره یې هر افغان هیله ده چې سوله څلوېښت کلن بحران ختم کړي نه دا چې یوه بله جګړه پیل کړي. نوموړي ویلي تر بین الافغاني خبرو وړاندې د طالب زندانیانو خوشي کول د پوښتنې وړ دي، ځکه دا بندیان باید د یوه شفاف او منظم پلان په اساس له زندانانو ازاد شي. نوموړي د مذاکراتي پلاوي په اړه هم وویل چې دغه پلاوی به د حوت یا کب تر شلمې معرفي شي. دده په خبره په پلاوي کې به داسې کسان شامل وي چې وکړی شي د ټولو افغانانو استازیتوب او د ملي ګټو دفاع وکړي. ولسمشر له ملي شورا هم وغوښتل چې دغه پلاوي ته خپل استازي ور معرفي کړي. ولسمشر غني دغه راز ټینګار وکړ چې د سولې ټول پلانونه او تدابیر یې د خلکو له غوښتنو، قوانینو او نړیوالې ټولنې سره همغږي دي او پر همدې بنسټ به مخ ته ځي.





























