طالبان غواړي د بریدونو پر ډېرولو د خپلو غوښتنو لپاره پر افغان حکومت فشار راولي. د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني سلاکار بارت روبین ویلي، سره له دې چې د سولې هوکړه لاسلیک شوه خو افغان ځواکونو او طالبانو خونړۍ اونۍ تېره کړه. دده په خبره بیا هم دواړه لوري د سولې په برخه کې د نورو ګامونو په اخیستو ټینګار کوي. د بارت په وینا طالبان غواړي د افغان حکومت پر وړاندې جګړې شدیدي کړي څو په دې توګه د خپلو غوښتنو د منلو لپاره فشار ډېر کړي. هغه زیاته کړې وروسته له دې چې افغان حکومت د زندانیانو له خلاصولو انکار وکړ، د طالبانو بریدونه هم ډېر شول. دی وايي طالبان غواړي ځان پیاوړی وښيي او ددې ثابتول یې هدف دی چې که ددوی غوښتنې په سوله و نه منل شي نو لا هم د جګړې وړتیا لري. نوموړي پر امریکا غږ کړی چې د یوې ډاډمنې سولې لپاره دې په افغانستان کې هر څه له نږدې او په دقیقه توګه وڅاري.





























