امریکا او روسیې د افغان سولې هوکړې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې ده. په دې ۱۲ ماده يي اعلامیه کې پر افغان سوله او د افغانستان پر راتلونکي حکومت بحثونه شوي دي. امریکا او روسیې ټینګار کړی چې دوی د اسلامي امارت د راتګ مخالف دي خو د نوي جوړېدونکي اسلامي حکومت ملاتړ کوي. دوی همدا راز ویلي چې د افغان حکومت، مدني فعالانو او سیاسي څېرو په مرسته به په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅه کوي او ددې ملاتړي دي چې دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل شي. دوی ټینګار کړی چې د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې به همکاري کوي. روسیې او امریکا پر ټولو افغانانو هم غږ کړی چې د سولې لپاره سره یو لاس شي او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره کار وکړي. دواړو هېوادونو له طالبانو او افغان حکومت دا هم غوښتي چې ژر تر ژره دې سره کېني او د زندانیانو د تبادلې او نورو اندېښنې وړ مسئلو په اړه دې خبرې وکړي. په اعلامیه کې د افغانستان په قضیه کې له شاملو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د سولې په برخه کې بې درېغه هڅې وکړي.





























