په اوس وخت کې د افغان ولس یوازینۍ اړتیا او لومړیتوب سوله ده. هغه سوله چې له څو لسیزو راپدېخوا یې افغان ولس نامعلوم انتظار باسي. د روان کال نومبر میاشتې په ۲۹مه په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدل افغان ولس ته د خوشالۍ یوه لویه شېبه وه. دا چې د سولې راتللو ګنګوسې تر پخوا اوج ته رسېدلې، افغان ولس له غونډو جوړولو او نورو مناسبو لارو څخه په ټولو خواوو غږ کوي چې د هغوی د سولې راتللو اوږد انتظار ور لنډ کړي او د سولې راتللو کې ورسره مرسته وکړي. د عام ولس یاد انتظار د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې دومره تتې کړې چې اوس بهرنیان هم په یوه خوله د ټاکنو تر پایلو منلو وړاندې د سولې په اړه څرګندونې کوي. دا چې د سولې راتللو شېبې څومره رالنډې شوې؟ په وړاندې یې څوک خنډونه جوړوي؟ او افغان ولس به د رښتینې سولې څرک وګوري او که نه؟ د ورته موضوعاتو په اړه مو په دې تحلیل کې شننه کړې ده.
په پلازمېنې او ولایتونو کې پراخې ولسي غونډې
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وړاندې او وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون، په ډېرو ولایتونو کې د سولې او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي لړۍ غځولو په اړه څو هر اړخیزې سولې ته لار هواره کړي، غونډې وشوې. د نومبر میاشتې په ۲۵مه په کابل کې پراخه ولسي غونډه وشوه او د عام ولس تر څنګ، د ټولو سیاسي ګوندونو استازو پکې پراخ ګډون درلود او په یوه غږ یې له اړوندو اړخونو څخه په کلکه غوښتنه کوله چې د تاوتریخوالي کمولو لړۍ ته دوام ورکړي او د سولې هوکړې ته چې د نومبر میاشتې په ۲۹مه لاسلیک شوه، ټول اړوند اړخونه د یادې هوکړې ټولو موادو ته ژمن او پابند پاتې شي. په کابل کې د سولې په اړه له سترې ولسي غونډې څخه دا په ډاګه شوه چې د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې له لاسلیک وروسته، چې کومه لړۍ د بین الافغاني خبرو اترو په نوم پیلېږي، په کور د ننه ورته د سیاسي ډلو تر څنګ، عام ولس نه یوازې هرکلی کوي؛ بلکې پوره چمتووالی هم ور ته لري. په یاده غونډه کې افغان سیاست پوه سید اسحاق ګیلاني په افغان مشرانو غږ وکړ چې له پوره زغم څخه کار واخلي، څو افغان ولس په ښه توګه سولې ته رهبري شي. د مجلس تنسیق علماء رییس مولوی عنایت الله بلیغ د سولې په اړه د خبرو اترو له روانې لړۍ څخه نه یوازې ملاتړ وکړ، بلکې سوله یې د ولس یوه حیاتي اړتیا یاده کړه. د جمعیت اصلاح افغانستان رییس دوکتور عبدالصبور فخري بیا په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان داسې سوله غواړي چې ټول افغان لوري پکې شامل وي او په هېواد کې یې د بهرنیو ځواکونو حضور د روانو بدبختیو لامل یاد کړ او سوله یې یوه دیني فریضه او د یوې انساني غوښتنې په توګه یاده کړه. د جمعیت اسلامي ګوند غړې آغلې بصیرې سلطاني بیا د افغان ښځو په استازیتوب وویل چې د سولې له راتګ سره افغان مېرمنې او خویندې دا ډاډ تر لاسه کولی شي، چې له یو ځانګړي او لوی ادرس څخه خپلې مشروع او قانوني غوښتنې په ښه توګه مطرح کړي. د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب عبدالستار مراد د سولې له روانو خبرو اترو څخه د بشپړ ملاتړ په اړه خبرې وکړې. په پاکستان کې د افغانستان پخواني لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال چې سولې ته ډېر هیله مند ښکارېده، د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو په اړه څرګنده کړه: دا چې په کور د ننه د سولې لپاره یوه اجماع منځ ته راغلې، نو اړینه چې یو ځانګړی پلاوی ور ته وټاکل شي او له روان فرصت څخه پوره ګټه واخیستل شي. د حزب اسلامي ګوند په استازیتوب ښاغلي حفیظ الرحمن نقي بیا وویل چې د سولې په اړه په خبرو اترو کې باید هیڅوک د ویټو حق ونه لري او اړینه ده چې ټول اړخونه د سولې په روانه پروسه کې ګډون ولري. د سیاسي او ولسي مشرانو یادې څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، که چېرته د روانې جګړې اصلي لوري (طالبان او امریکا) د سولې لاسلیک هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي، له هغې وروسته لړۍ چې بین الافغاني مذاکرات ګڼل کېږي، له هیڅ ډول کورني خنډ سره ځکه نه شي مخ کېدلی چې د پخوا په پرتله اوس د سولې په اړه د سیاسي ګوندونو او مشرانو ګډه اجماع منځ ته راغلې ده. له دې پرته په کونړ، ننګرهار او د هېواد شمالي ولایتونو کې هم د سولې له روانې پروسې څخه د ملاتړ په پار پراخې ولسي غونډې وشوې.
د ولس اړتیا او د مخکښو سیاسینو ملامته چوپتیا
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه د دوو مخکښو کاندیدانو او د ملي یووالي حکومت مشرانو ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبد الله عبد الله تر منځ په داسې حال کې ستونزې را ولاړې شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې په اړه خبرو اترو وروستي پړاوونه وهل. تر دې چې دواړه خواوې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیل کولو هوکړې ته هم سره ورسېدل. مګر د ثبات او همپالنې ټاکنډلې له خوا د نویو والیانو پېژندلو او دولت ساز ټیم له خوا د لوړې مراسمو لمانځل چې ټاکل شوې وه د حوت میاشتې په اتمه تر سره شي، عام ولس له یو نامعلوم راتلونکي سره مخ کړی و.
د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان هم وو، د ټاکنو پایلې رد کړې او د سولې په برخه کې یې د ګامونو اخیستو غوښتنه کوله. مګر مخکښو کاندیدانو چې د خپلو لوړو مراسمو تر سره کېدو او نویو ګومارنو ګامونه یې اخیستل، د سیاسيونو غوښتنې تر ډېره په پام کې ونه نیولې. تر دې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او پخوانی جهادي شخصیت استاد عبدالرب رسول سیاف له یادو مخکښو کاندیدانو سره بېلابېلې ناستې درلودې او د پخواني ولسمشر له لوري داسې طرحه هم وړاندې شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دندې ته دوام ورکړي او د لوړې مراسم وځنډوي، څو د سولې روانه پروسه ښه پر مخ ولاړه شي او د ټاکنو پایلو جنجالونه ارام کړای شي.
خو کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د لوړې مراسم وځنډوي؛ هماغه وو چې د امریکا یادې غوښتنې ته مثبت ځواب ور کړل شو. د لوړې مراسمو ځنډول که له یوې خوا د ولسمشر محمد اشرف غني یو اخلاقي جرئت ګڼل کېږي، مګر ښه به وای چې دغه اخلاقي جرئت یې د هغو افغان سیاسیونو غوښتنې پر بنسټ تر سره کړی وای چې له نوموړي څخه یې د امریکا تر غوښتنې وړاندې درلود. دې کار کولی شوی د افغان سیاسیونو تر منځ د سولې په اړه اجماع او په بین الافغاني خبرو اترو کې چې اټکل کېږي د مارچ میاشتې په ۱۰مه به پیل شي، د ولسمشر محمد اشرف غني ونډه لا ډېره کړې وای او په عام ولس کې به یې د نوموړي محبوبیت هم زیات کړی و.
د سولې رښتینی څرک
په سیمه کې وروستیو هر اړخیزو بدلونونو ته په کتو، ویلی شو چې د افغان سولې په اړه په نړیواله او سیمه یيزه توګه یوه اجماع منځ ته راغلې چې افغان ولس او افغان سیاسي څېرې یې کلک ملاتړ کوي. ښه بېلګه یې د روانې حوت میاشتې په شپږمه په کابل کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه وه، چې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د سولې په وروستیو پرمختګونو خوښي وښوده او له افغان خاورې څخه د شخړو ټغر غونډولو او د تاوتریخوالي کمولو لړۍ دې په سرتاسري اوربند بدله شي، هیله یې کوله. له دې ور هاخوا د غونډې ګډونوالو او سیاسي څېرو ډاډ ورکړ چې نوربه هېچا ته اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې پلي کېدل تر ډېره بریده د دوحې هوکړې د موادو په سم تطبیق پورې اړه لري. هیله ده چې د هوکړې دواړې خواوې د شوې هوکړې بندونو ته ژمنې پاتې شي او په رښتينې توګه یې د پلي کېدو هڅه وکړي.
پایله
په اوس وخت کې د سولې په اړه د يو څيز چې ډېره اړتیا لیدل کېږي هغه د افغان سیاسیونو همغږي او په قطر کې د افغان سولې په اړه له تر سره شوې هوکړې څخه ملاتړ دی. افغان سیاسیون باید په دې وخت کې ټوله انرژي په افغانستان کې د تل پاتې سولې پلي کېدو باندې مصرف کړي او له نورو سیاسي اختلافاتو څخه لاس واخلي. د سولې په اړه د تاوتریخوالي راکمولو لړۍ په بریالۍ توګه پای ته رسېدل، په افغانستان کې د سولې راتللو هيلې په پراخه کچه نورې هم زیاتې کړې. له دې وروسته هغه څرګندونې چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې سوله ګواښي، باید مخنیوي ترې وشي، څو افغانان د رښتینې سولې څښتنان شي او د نورو ولسونو په څېر د سولې په فضا کې له نورو ولسونو سره ګډ او مرستندویه ژوند ته دوام ور کړي. دا ځکه په افغانستان کې سوله مستقیماً کولی شي د سیمې هېوادونو پرمختګ سبب شي، کوم چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ له امله له خنډ سره مخ شوي ښکاري.
که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لړۍ له کمولو سره له خپلو شرطونو تېرېدو ته ژمنتیا ښودلې، نو اړینه ده چې د حکومت له ادرسه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره یو داسې پلاوي وټاکل شي، په کوم کې چې د ټولو سیاسي ګوندونو تر څنګ، ولسي استازي هم ګډون ولري او هېڅوک د سولې له روانې پروسې څخه بېرون او ګیله مند پاتې نه شي.