د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ټرمپ پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او په خبره یې د طالبانو امارت نور خلکو ته د منلو نه دی. دده په خبره افغان حکومت ټولو هغه ګواښونو ته متوجه دې دی چې د طالبانو له درکه رامنځ ته شوي دي او د هر څه پر وړاندې اړین تدابیر لري. دی ټینګار کوي چې طالبان باید د سولې هوکړې ته ژمن وي او بین الافغاني خبرو ته دې حاضر شي. د صدیقي په وینا تر هغه چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه شي د سولې هر ډول هوکړه بې ګټې ده. د ولسمشر ویاند همدا راز وایي چې د افغان حکومت ټولې امنیتي او دفاعي ادارې پیاوړې دي او له هر ډول احتمالي خطر سره مبارزه کولی شي، نو ځکه هغه څه ناممکن دي چې ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي دي. ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې ښايي د دوی د عسکرو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېږي، خو افغان حکومت دا خبره رد کړې ده.





























