پاکستاني چارواکي وایي په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د سولې په مانا ده. د پاکستان ملي اسمبلې غړی اسد قیصار وایي پاکستانی حکومت باید د افغانستان د سولې په مسئله کې هر ډول اړینه همکاري وکړي. دده په خبره د افغانستان امنیت او ثبات د پاکستان د امنیت، ثبات او سولې لپاره مهم دی نو ځکه په دې برخه کې همکاري په کار ده. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې د دایمي سیمه ییز پرمختګ لپاره باید د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او دلته د ثبات راوستو په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو پر ټینګولو هم خبرې کړې دي او په وینا یې د چین په ستره پروژه سيپیک کې د افغانستان ګډون دا اړیکې لا ښې کولی شي.





























