د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د هر ډول تاوتریخوالي او ترهګرۍ غندنه کوي او په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د راتګ غوښتونکي دي. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې ورځې برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او د پېښې له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه هېواد وايي چې دوی په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ او افراطیت د ټولو بڼو غندنه کوي او ددغه پدیدې پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کوي.





























