ارګ کې ولسمشرغني ته نیږدې سرچینې سپوږمۍ راډیو ته وویل چې سبا د لوړې مراسمو وروسته به د سترو دولتي اصلاحاتو په موخه ولسمشر غني یو لړ مهم فرمانونه صادر کړي، سرچینه وایي دغه راز ولسمشرغني نیت لري چې، د اوسنۍ کابیني غړي او ټول والیان هم له دندو ګوښه کړي، سرچینه وایي د اوسنیو چارواکو له ډلې به څو د ګوتو په شمار چارواکي پاتې او د پخوانیو دندو پر ځای به ځینې نورو دندو ته معرفي کړل شي، دغه راز سرچینه زیاتوي چې ولسمشر د حکومتي تشکیلاتو د اصلاح په موخه د خپلو بشپړ شویو طرحو یوه مهمه بسته هم له ځان سره لري چې په عملي کیدو سره به یې ګڼې دولتي ادارې له منځه لاړې شي.





























