د راپورونو له مخې د پروان امنیه قومندان محمد محفوظ ولي زاده او د کاپیسا امنیه قومندان احمد فرید مشعل په ننګرهار کې تر یوې امنیتي غونډې وروسته کابل ته پر لار و چې د سروبي ولسوالۍ په ماهیپر کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي. په دې پېښه کې امنیه قومندانانو ته زیان نه دی اوښتی خو یو پولیس وژل شوی دی. امنیتي سرچینې دغه برید د طالبانو کار بولي خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا په کندهار کې بیا پر وسله والو کسانو خپل ماین چاودلی دی او شپږ کسه یې وژلي دي. د کندهار امنیتي چارواکي وایي یادو کسانو غوښتل دغه ماین په سړک کې ځای پر ځای کړي خو پر دوی چاودلی او وژل شوي دي.





























