وسله وال طالبان وایي د سولې هوکړې د ماتولو اراده نه لري. د طالبانو د قطر دفتر ویاند د ام بي سي خبري شبکې پر وروستي راپور غبرګون ښودلی دی. دغه شبکې په خپل راپور کې د امریکا د استخباراتي ادارې د چارواکو له خولې لیکلي وو چې طالبان د هوکړې د ماتولو اراده لري. تازه د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین دغه څرګندونې رد کړې دي او په وینا یې دوی د توافق ټولو مواردو ته ژمن دي. دده په خبره دا چې هوکړه ګام پر ګام عملي کېږي د امریکایي چارواکو دغه ډول څرګندونې بېځایه دي. شاهین وايي دوی هوکړې ته ژمن دي او د هوکړې د ماتولو هېڅ ډول اراده نشته ده. تر دې وړاند هم ګڼو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې ښایي امریکا یا طالب لوری خپلې هوکړې ته ژمن نه وي او په دې توګه به د میاشتو هڅې بې ګټې تمامې شي. خو اوس دواړه لوري هوکړې ته د ژمنتیا ډاډ ورکوي.





























