ښځو ته باید د افغانستان د سولې په رسمي مذاکراتو کې ونډه ورکړل شي. ملګرو ملتونو د مارچ د اتمې په مناسبت په افغانستان کې د ښځینه اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاممتو وايي چې ښځې لا هم زده کړو او لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او په سیاسي جریانونو کې یې ونډه پيکه ده. دده په خبره په افغانستان کې دایمي ثبات هغه وخت راتللی شي چې ښځینه وو ته د زده کړو او کار مصونه فضا برابره شي او پر دوی شته فشارونه لرې کړل شي. نوموړي ټینګار کړی چې ښځې باید د افغانستان په سیاسي بهیر کې ګډې وي او دغه راز دې د سولې په رسمي مذاکراتو کې ونډه ورکړل شي.





























