اجرایه رییس او ولسمشر دواړو په کابل کې مېشتو غربي ديپلوماتانو ته د لوړې د مراسمو بلنلیکونه استولي دي. د رویټرز د راپور له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله هم ځان د ولسمشر غني په څېر د ټاکنو ګټونکی بولي او له همدې امله یې په کابل کې مېشتو ديپلوماتانو ته بلنلیکونه استولي دي او له دوی یې غوښتي چې د لوړې په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي. له دې سره جوخت ولسمشر غني هم په کابل کې مېشتو غربي دپيلوماتانو او بنسټونو ته بلنلیکونه استولي دي او سبا یې د لوړې مراسمو ترسره کېږي. دغه مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا پر دواړو لورو غږ کړی و څو سولې ته تر لوړې لومړیتوب ورکړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.





























