امریکا د پروموټ په نامه د افغان ښځو د مالي ملاتړ تر ټولو ستره پروژه پای ته رسوي. د دې پروژې له لارې امریکا له افغان حکومت سره په ګډه په اقتصادي، حکومتولۍ، د مدني ټولنو او رهبرۍ په برخه کې د افغان ښځو د ګډون پراخېدو لپاره کار کاوه. د دې پروژې هدف دا و چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به په حکومت کې د ښځو ونډه لږ تر لږه ۳۰ سلنې ته لوړوي خو دا هدف لا نه دی تر لاسه شوی چې پای ته رسېږي. بي بي سي د دغې پروژې د مسوولې سوزان جېلبرټ له قوله ویلي، افغان ټولنه بدولن ته چمتو شوې خو په خبره یې د ښځو د ګډون لپاره لا هم سخت او ډېر کار ته اړتیا ده چې پخپله یې افغانان باید وکړي. دا پروژه په داسې حال کې پای ته رسېږي چې افغان مېرمنې لا هم د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.