امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو او نظامي اډو په اړه ټول معلومات طالبانو ته ورکړي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه ګڼې پوښتنې را ولاړې شوې دي. دغه ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي له طالبانو سره په خپره شوې هوکړه کې دوه مهم او محرم اسناد شامل دي چې هېڅوک یې په اړه معلومات نه لري. د سرچینې په خبره دومره ویل کېږي چې دغه اسناد نظامي دي او امریکا په هغه کې د خپلو ټولو نظامي اډو، موقعیتونو او سرتېرو د شمېر په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي دي. ددغه معلوماتو د ورکړې موخه دا ښودل شوې چې هسې نه طالبان په ناخبره توګه پر دغه سیمو بریدونه وکړي. د امریکا د کانګریس غړو هم پر دغه محرمو اسنادو غبرګون ښودلی دی او له امریکايي چارواکو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې دوی ته په دې اړه معلومات ورکړي. د دوی په خبره رامنځ ته شوی ابهام ستونزې او اندېښنې لا هم ډېرولی شي.





























