د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغان سولې سره هر ډول همکاري کړې ده او ددې هيله ډېره شوې چې دلته روانه جګړه ختمه شي. دده په خبره افغان ولسمشر اشرف غني تازه د افغان بندیانو په اړه نرمښت ښودلی دی او دا یو ښه ګام دی. نوموړي ددغه نرمښت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. ولسمشر غني ټینګارکوي چې د طالب زندانیانو پر خوشي کېدو باید په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي خو طالبان بیا وایي چې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې باید د دوی بندیان ازاد کړل شي.





























