د کابل ښار امنیتی سرچینې وايي دغه کسان په مرموزه توګه وژل شوي او جسدونه یې دمګړی د عدلي طب تر څېړنې لاندې دي. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې پېښه د اتمې حوزې اړوند په قلعه برقي سیمه کې شوې ده. په دغه سیمه کې تېره ورځ د لوګر د ولایتي شورا غړی ناصر غیرت له خپلو درېیو ساتونکو سره وژل شوی و. د کابل پولیس وایي چې پېښه تر پلټنې لاندې ده او په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.





























