اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې دوی پر خپل دریځ ولاړ دي او له ولسواکۍ دفاع کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله تازه په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې دوی پر خپل دریځ ولاړ دي د قوانینو له مخې د خلکو له حقوقو او رایو دفاع کوي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې شکمنې رایې باید باطلې شي. دده په خبره یوازینۍ لار چې اوسنی بحران له منځه وړلی شي د ناسمو او غیر شفافو رایو باطلول دي. له دې سره هممهاله د عبدالله ټاکنیزې ډلې غړي بیا وایي که په ارګ کې د لوړې مراسم ترسره شي نو په سپیدار ماڼۍ کې به هم ترسره کېږي او عبدالله عبدالله به د ولسمشر په توګه معرفي کوي.





























