ولسمشر غني وایي، د دوی رسالت د سولې تامین او د ۴۰ کلنې جګړې ختمول دي. نوموړي نن د ولسمشر په توګه د خپلې دویمې دورې په پرانیستونکي وینا کې وویل، د دوی حکومت به د ټول افغانستان حکومت وي. نوموړي زیاته کړې، دوی به د سولې برنامه د افغانستان د ملي ارزښتونو په رڼا کې تعقیبوي او په خبره یې، له طالبانو سره به د سولې خبرو لپاره یو پلاوی تر سبا پورې بشپړ شي. نوموړي زیاته کړې، د طالب بنديانو خوشې کول د خلکو امنيت او د سولې تامين سره مشروط دي. هغه څرګنده کړې، ژمنه شوې چې د طالب بنديانو خوشې کولو بدل کې به تاوتريخوالي کې پام وړ کموالى راځي او سبا به د یادو زندانیانو په اړه یو ځانګړی فرمان هم صادر کړي. ولسمشر غني د خپلې وینا پر مهال وویل، له ټولو سیاسيونو څخه غوښتنه کوي چې له ده سره یو ځای شي او د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره په ګډه کار وکړي. خو عبدالله عبدالله بیا په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دوی له تقلب راوتلی حکومت نه مني او له خپلو خلکو سره پر کړي تعهد ټینګ ولاړ دي.





























