جمعه, اگست 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم کشف او له منځه یووړل شو

    په روزګان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې

    یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي

    د افغانستان او ایران د کرنې وزیرانو د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

بې مخینې تحلیف؛ په ارګ او سپيدار دواړو کې د لوړې مراسم ترسره شول

مارچ 10, 2020
in افغانستان
0 0

په سختو امنیتي تدابیرو کې په کابل کې د لوړې دوه مراسم تر سره شول. ولسمشر غني په ارګ کې، خو اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا په سپېدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم تر سره کړل. د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته بهرني ډيپلوماتان او سلګونه عام افغانان ورغلي وو. نوموړي په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د سولې لپاره به هڅه کوي او د ټولو افغانانو له ګډون به یو پیاوړی او شفاف حکومت جوړوي. بلخوا ډاکټر عبدالله عبدالله بیا ځان بریالی اعلان کړ او د لوړې مراسم یې تر سره کړل. عبدالله وویل چې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره خبرې غوره لار بولي.

سره له دې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې له لسګونو ستونزو ډکې وې، خو په پای کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او نوموړي ته یې باورلیک ورکړ. بلخوا اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا ادعا کوي چې په رایو کې پراخه درغلي شوې ده او که شفافې رایې حساب شي، نو دی د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی دی. په همدې توګه ټاکل شوې وه چې څو ورځې وړاندې د لوړې مراسم تر سره شي، خو د سولې مسئلې او د امریکا- طالبانو تر منځ د هوکړې لاسلیک مراسم ځنډولي وو. تېره ورځ په ارګ او سپېدار ماڼۍ دواړو کې د لوړې مراسم جوړ شوي وو.

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د لوړې تر مراسمو مخکې، ډېرې هڅې وشوې چې یو مراسم تر سره شي او د دواړو لورو تر منځ جوړجاړی وشي. خو د ولسمشر غني نږدې کسان وایي چې د ډاکټر عبدالله د ډلې غوښتنې غیر قانوني او د نه منلو وړ وې؛ نو ځکه جوړجاړی رامنځ ته نه شو. له همدې امله د لوړې مراسم د تېرې ورځې تر ماسپښین پورې ځنډول شوي وو، خو بالاخره دواړو لورو تحلیف وکړ.

ولسمشر غني ته قاضی القضات، خو ډاکټر عبدالله عبدالله ته د هغه د ټاکنیزې ډلې یوه غړي مولوي شاهزاده شاهد لوړه ورکړه. ولسمشر غني تر لوړې وروسته په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې به یو ملي او د ټولو خلکو د منلو وړ حکومت جوړوي. د ده په خبره، په دې حکومت کې به یوازې د دولت جوړوونکي ټیم غړي نه وي؛ بلکې هر افغان به ځان په حکومت کې وویني. د ولسمشر غني د خبرو ډېره برخه د راتلونکي حکومت پر جوړښت او سوله باندې راڅرخېده. ده وویل چې د سولې ملاتړی دی او د راتلونکي حکومت تر ټولو ستره موخه به یې د سولې تامین وي. ولسمشر غني د طالب زندانیانو د خلاصون په اړه هم وویل چې ډاډ رامنځ ته شوی دی او په دې اړه به واضح فرمان صادر کړي. غني وویل: «باید ډاډ رامنځ ته شي چې دا به زموږ د خلکو امنیت ته ګواښ نه جوړوي، بلکې د سولې او امنیت په تامین کې به ګټور تمامېږي.»

بلخوا ملګرو ملتونو او د پاکستان لومړي وزیر په تازه ټویټري پیغامونو کې ولسمشر غني ته د ولسمشر په توګه مبارکي ویلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دی په خپلو چارو کې بریالی وي.

اجرایه رییس هم ځان د ټاکنو ګټونکی بولي او پرون یې دواړه مرستیالان خپلو دفترونو ته لېږلي دي او اجرایه رییس یې هم معرفي کړی دی. هغه د ځان لپاره د لوړې په جوړو  کړو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې دی د خبرو له لارې د ستونزو د حل پلوی دی. د هغه په خبره، دی اوس هم دې ته تیار دی چې خبرې وکړي، خو په خبره یې، مقابله ډله یې خبرې ردوي.

ده وویل چې ګډ حکومت یې اعلان کړی دی او ټول به پکې شریکان وي. عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویو ډلو هم مننه وکړه چې د افغانستان د ټاکنو مالي ملاتړ یې کړی دی، خو له دوی یې هیله کړې ده چې له سیاسي کشمکشونو دې لرې اوسي.

Tags: featured
Share21Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
KAZAKHSTAN, ASTANA - MAY 29, 2026: Russia's President Vladimir Putin gives a press briefing following a meeting of the Supreme Eurasian Economic Council. Alexander Shcherbak/TASS

پوتين: د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د ناټو د نفوذ پراخېدل شخړې زیاتوي

اگست 13, 2026

د عراق صدراعظم د سپتمبر تر ۳۰مې دمخه د نړیوال ایتلاف په وتلو ټينګار وکړ

اگست 13, 2026
default

د چین د ایکولوژیکي چاپېریال کیفیت کې ښه والی راغلی

اگست 13, 2026

بېجينګ: ځيني هېوادونه باید د وسلو کنټرول له څو اړخيزو ميکانيزمونو څخه ناوړې استفادې بنده کړي

اگست 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In